د ویښتو ساتلو یوه ښه لاره

comments 0

دځينې خوراکونوداستعمال لپاره وختونه وي چې په هروخت کې يوخوراک که ګټور هم وي خو دموسم په بدليدو هغه ګټه دلاسه ورکوي، مثلا که ديخنۍ په موسم کې يخ خوراک وکړل شي د نورو مرضونو ترڅنګ دسينې درد او سختوالی پيداکوي ځکه خو ځينې ډاکټر يوه مريض ته ددرمل دخوراک په وختونو په معلومولو ډېر ټينګار کوي. بادام که ديوې خوا يې خوراک دويښتو دساتنې غوره وسيله ده چې دتيلو په استعمال يې ويښته پاسته او درژيدلو نه ژغورل کېږي بلې خوا بادام يوه غوره غذا هم ده که د خوراک پرمهال وخوړل شي نه يوازې دا چې صحت ته ګټه رسوي بلکې ډېر کم خوراک يې دپوره خوراک ډاډ ترلاسه کوي.
بادام په ميوو کې وچه ميوه ده هروخت خوړل کېږي خو که په کوچنيوالي کې ماشوم ته ورکړل شي نو ټول عمر به يې پوستکی له مرضونوخوندي وي.
که بادام ميده او دسهارله خوا دشهدو سره ګډ کړل شوي وخوړل شي دماغو ته ګټه رسوي ،که دکشميشو سره په ملتيا په شاتو کې ګډ وخوړل شي زړه ته طاقت ورکوي او که بادام دکاش کاش سره ميده، شربت ترې جوړ کړل شي دبدن ديخوالي په صورت کې نه يوازې داچې حافظه قوي کوي، بلکې دانسان دغوسې په کمولو کې زياته مرسته کوي.

Comments