د ویښتانو د توئېدو مخنیوي کورنۍ لارې چارې:

comments 0

تازه دڼیا میده کړئ دکریم په څیر یې دسرپه هغه ځای وموښئ چې ویښتان یې تللي دشپې تر ویده کیدو له مخه هغه وییښتان چې له منځه تللي بیابه راشنه شي.
د تویېدو علاج څه دی؟
ځواب: لمړی باید له خورما څخه ګټه واخلئ، د فندق دانې میده او له زیتونو سره یې ګډې کړئ او بیا یې اووه ورځې په پرله پسې توګه لمر ته په خپلو وېښتانو وموښئ، چې دا هڅه به مو وېښتان پياوړي کړي او د تویېدو مخه به یې ونیسي.
ځینې هغه تجربه شوې لارښوونې، چې کولای شۍ ګټه ترې واخلئ:
1. دوه لیموګان راواخلئ او له یو لېتر جوش شوو اوبو سره یې ګډ کړئ او په وېښتانو یې وموښئ؛ دا طریقه کولای شي د غوره او پياوړو وېښتانو په درلودلو کې تاسې سره مرسته وکړي.
2. که غواړۍ وېښتان مو ډېر تور رنګ ولري؛ نو د سنجد د ونې د پاڼو پر غوړو باندې مو خپل وېښتان غوړ کړئ.
3. په پرله پسې توګه د یو څه وخت لپاره د مڼې خوړل کولای شي، چې د ښو او نه تویېدونکو وېښتانو په درلودلو کې درسره مرسته وکړي.
4. که مو همېشه هره ورځ یوه یوه مڼه وخوړله، نو وېښتان به مو سپین نه شي، یعنې تر ټولو ډېر وخت به تور پاتې شي.
5. که سپین وېښتان مو په سر کې وي، نو له سویو اينځرو او د زیتون له غوړو څخه ګټه واخلئ، ځکه د نوموړو څیزونو خوړل کولای شي سپین وېښتان تور کړي. ‌
6. که غواړۍ قوي او پیاوړي وېښتان ولرئ؛ نو د اينځر د ونې پاڼې د نېکریزو په څېر وکاروئ.
7. که غواړۍ نرم وېښتان ولرئ، نو نارنج پوخ کړئ او پر وېښتانو مو یې وموښئ.
8. که غواړۍ هېڅکه مو وېښتان تویې نه شي، نو د انبه غوړ مو پر وېښتانو وموښئ، ځکه دا غوړ کولای شي وېښتان مو په بشپړه توګه له تویېدو او زیانمن کېدو څخه خوندي وساتي.
9. که غواړۍ ښکلي، نرم او تور وېښتان ولرئ، نو د مالټې خوړل مه هېروئ. ‌
10. که مو په دوامداره توګه اينځر وخوړل؛ نو وېښتان به مو نه تویېږي.
Zarlakhta noor

Comments

Leave a Reply