د وچ پوستکي په اړه مهمې سپارښتنی !

comments 0

وچ پوستکی زیاتره په یخو موسمونو کي د ستونزو سره مخامخ کیږي، پوستکی نرموالی له لاسه ورکوي، خارښ پیداکوي، پوست اچوي، چاودي حتی وینه کوي.

د وچ پوستکي ساتنه.

د لاندي ټکو مراعتول تر ډیره وچ پوستکی نرم ساتي او د پوستکي د وچوالي څخه مخنیوی کوي.

۱: د حمام کولو وخت مو کم کړی، او د ډیرو ګرمو اوبو څخه کار مه اخلی هر څومره چي اوبه ګرمي وي په هغه اندازه پوستکی ډیر وچیږي او چاودي.

۲: هڅه وکړئ چي صابون لږ استعمال کړی او د هغه صابونو څخه کار واخلی چي د ګلیسیرن او پارافین درلودونکي وي.

۳: کله چي ځان وچوی نو پر پوستکي مو فشار مه راوړی او ټاول (ځان پاک) پر پوستکي ټینګ مه کشوی.

۴: مرطوب کونکي کریمونه استعمال کړی. ددې کریمونو د استعمال ښه وخت د پوستکي د وچولو څخه وروسته دی.

۵: هغه د آرایش مواد چي الکول او خوشبویه مواد لري لکه عطر، سپرې او ځیني صابونونه، زیاتره د پوستکي په وچوالي کي رول لري.

۶: هغه ماشینونه چي د اطاق هوا مرطوبوي ( Humidifier) په اطاق کي نصب کړئ. متاسفانه دا ماشینونه په افغانستان کي نسته.

۷: نرم او ملایم لباسونه واغوندی لکه نخي لباسونه. که چیري د پشمي او کلکو مصنوعي لباسونو علاقمند یاست بیا نو لاندي یو نخي ( زیر پیراهني) واغوندی.

۸: که چیري مو ډیر کار د اوبو او وینځلو سره وي، لکه د کالو وینځل، د لوښو وینځل بیا نو د دستانو څخه کار واخلئ، او تر څنګ یې مرطوب کونکي کریمونه استعمال کړی. کله چي بیدېږی لاسونه مو په واسلینو باندي غوړ کړئ

Comments