د ولس ټیکداران د موازي حکومت خوبونه ګوري / بریالی ویاړ

comments 0

افغانستان کې نظامونه او حکومتونه هغه مهال ړنګ شوي او بدل شوي، کله چې د یو کس یا ډلې د واک تنده وروستي حد ته ورسیږي.
دا خلک چې نه شي کولی په ولسي بیز باندې ځان واک ته ورسوي، بیا په یو او بل نوم باندې یا خلک تحریکوي او یا ګډوډي جوړوي چې ځان واک ته ورسوي او یا ځان واک کې شریک کړي.
دې ډول حرکاتو هیڅ وخت ښه نتیجه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي، دا ځکه چې دا خلک په اصل کې د ولس او هېواد په غم کې نه دي، یواځې دومره چې دوی په واک کې وي او امتیازات واخلي.
اوس چې افغانانو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون کړی، لومړنۍ پایلې اعلان شوي او د وروستیو پایلو لپاره دواړه کمېسیونونه کار کوي چې چمتو یې کړي، یو ځل بیا د موازي حکومتونو خبره راپورته شوې.
دا موضوع په ۲۰۱۴م کال کې هم راپورته شوه، چې بیا د ملي یووالي حکومت په نوم باندې حکومت رامنځ ته شو چې پنځه کاله یې په جنجالونو تیر کړل او افغانستان یې د هر ډول پرمختګ څخه راوګرځو.
اوس یو ځل بیا چې د ټاکنو د پایلو اعلان ته یوه یا دوه ورځې پاتې دي، ټاکنو کې ناکام ټیمونه هڅه کوي چې فشار وارد کړي، یا ځان واک کې شریک کړي او یا نور امتیازات ترلاسه کړی.
تاسو لیدلي چې د شورویانو له وتلو وروسته د موازي حکومتونو شعارونو او مشرانو کابل څه ډول وران کړ.
ایا دا ولس به دومره حافظه و نه لري چې دیرش کاله وړاندې تاریخ ته فکر وکړي چې څه تیر شول او راتلونکی به څه وي.
ښکاره ده چې که یو حکومت نه وي، هیڅ ډول مدیریت نه شي کیدلی او پرمختګ نه شي رامنځ ته کیدلی.
موازي حکومتونو طرحه د افغان دښمنه هېوادونو په ځانګړی ډول د پاکستان ده چې افغانستان کې یې خپلو جاسوسانو ته په میز ایښي او د عملي کولو لپاره یې امکانات ورکړي دي.
افغان دښمنه هېوادونه هیڅکله نه غواړي چې یو مرکزي حکومت رامنځ ته او ټول واک دې ورسره وي، دوی په افغانستان کې د داسې حکومت غوښتونکي دي چې حکمونه او فرمانونه یو کس نه بلکي څو کسان ورکړي او یوه ګډوډي رامنځ ته شي.
تاسو ولیدل چې تیرو پنځه کلونو کې د افغانستان د حکومت وضعیت څه ډول و، ایا خلک بیا همداسې وضعیت غواړي؟
له نیکه مرغه اوس خلک د پخوا په پرتله هوښیار شوي او پوهیږي چې څوک موازي حکومت د څه لپاره غواړي.
افغانستان او افغانان یو مرکزي حکومت ته اړتیا لري، داسې حکومت چې د خلکو په رای رامنځ ته شي او د خلکو خدمت ته بډې ووهي.

Comments