د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې وځنډیدېر

comments 0

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه وځنډېده.
د ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسي جرګې ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان به د راتلونکې لیندۍ یا قوس میاشتې په دویمه نېټه او د پلازمېنې کابل به بیا د همدې میاشتې پر لسمه اعلان کړي.
مخکې ویل شوي و، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روانې لړم یا عقرب میاشتې په ۱۹ مه اعلان شي.
د دغه ځنډ لامل کابل ته له ولایتونو څخه د بایو مټرېک الاتو او رایې پاڼو په وخت نه رسیدل په ګوته شوي.
د ټاکنو کمیسیون وايي، هغه چورلکه چې تېره چهارشنبه فراه کې ولویده، د رایو پاڼو ۷ صندوقونه او بایومټرېک الات هم پکې له منځه تللي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments