‘د ولسي جرګې اقتصادي کمېسیون مشر عبدالحمید شریفي د پیسو د قاچاق په تور نیول شوی’

comments 0

هندوکش ــ کابل: په ولسي جرګه کې د بلخ یو استازی د حامد کرزي هوایي ډګر کې د پیسو د قاچاق په تور نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پرون ماخوستن دغه خبر تأیید کړی دی، خو ډېر جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.
پر عبدالحمید شریفي تور دی چې غوښتل‌یې له هوایي ډګره دوه لکه یورو قاچاق کړي.
نوموړی په ولسي جرګه کې د اقتصادي کمېسیون مشر دی.
خو ښاغلي شریفي په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د هوايي ډګر مسؤلینو ته‌یې خپله ویلي و چې پیسې ورسره دي، دی ازاد دی او له سفره‌یې ډډه کړې ده.
عبید رادپور

Comments