د ولسي جرګې استازي په ننګرهار کې د داعش د پراخیدو خبر ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازې حاجي ظاهر قدیر وایي چې ، حکومت د داعش د ځپلو په نوم د خلکو د غولولو لپاره تبلیغات کوي او خلکو ته د امنیت د ټينګښت پر ځای په غیرې مستقیمه توګه ناامنیو ته کار کوي.
نوموړي ننګرهار کې خپلو پلویانو ته د وینا په مهال پر حکومت تور پورې کړ چې د داعش د ځپلو لپاره یې تر دې دمه هېڅ اقدام نه دی کړی.
ظاهر قدیر وویل، داعشيان اوس هم په ننګرهار کې په پراخه کچه فعالیت کوي او حکومت یوازې د هغوی د ځپلو په خبرو خلک غولوي.
نوموړي همداراز زیاته کړه، حکومت د داعش جنګیالیو په ضد د عملیاتو او د خلکو ستونزو ته د رسیده ګۍ پر ځای په غیر مستقیمه توګه ناامنۍ رامنځته کوي.
د هغه په وينا، په حکومت کې فساد نهايي حد ته رسېدلی او هغه مرستې، چې نړیوال یې له افغان حکومت سره کوي، د مشخصو کسانو لاس ته ورځي.
د ظاهر قدیر په خبره، حکومت د خلکو امنیت نه شي ټینګولى، فقر، بېکاري او ولږه زیاته شوې او ولسمشر او کابینه يې خپل مامورین نه شي کنټرولولی.
خو نوموړې په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې پر نوموړې تردې وړاندې د مالي پخواني وزیر تور پوړې کړې وو چې حاجی ظاهر قدیر له تورخم بې محصوله دوه زړه موټرونه اوړه قاچاق په ډول افغانستان ته وارد کړي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply