د ولسوالۍ سقوط ته راغلي طالبان؛ میرزاکه کې وسلوال طالبان له شرموونکي ماتې سره مخ شول

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوال حاجي نیاز محمد خلیل هندوکش پرېس خبرې اژانس ته وویل، چې تېره شپه طالبانو د یادې ولسوالي د سقوط په موخه برید وکړ، چې د شپې تر دريو بجو یې دوام درلود؛ مګر د ولسي پاڅون لښکرو، او افغان ګډو امنیتي ځواکونو؛ له سخت مقاومت سره مخ شول، چې پایله کې وتښتېدل او د وژل شویو ترهګرو جسدونه ترې پاتې و.
د میرزکې ولسوالي ځایي اوسېدونکو هندوکش پرېس خبرې اژانس ته وویل، چې د سهار لمانځه پر وخت طالبانو شپږ پیک اپ موټرونه؛ له وژل شوو طالبانو بار و او نامالوم لوري ته یې یوړل.
د طالبانو ویاند تر اوسه میرزکه کې د وژل شو طالبانو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزی

Comments