د ولسمشر ډاګیزه وینا

comments 0

لکوال: نوید احمد څرک

کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته او چې د پآکستان لاس لرل پکې ثابت شول، ولسمشر له اسنادو او شواهدو سره یو باصلاحیته پلاوی اسلام اباد ته ولیږه چې د افغان ولس غوښتنه ورسره شریکه کړي.
ولسمشر د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس ته صلاحیت ورکړی و چې پآکستان ته هر څه ډاګیز ووایي او هغه څه چې د افغان ولس نیوکه او غوښتنه ده له پاکستاني چارواکو سره نیغ په نیغه شریکه کړي، ولسمشر دا کار ځکه وکړ چې د افغانانو غوښتنه وه.
د پلاوي له راتګ دوه ورځې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې له لمانځه وروسته خپل ولس ته ډاګیزې خبرې وکړې او هغه چې اوسنی وضعیت یې ایجابوي، توصیه، صبر او د یووالي غوښتنه وکړي.
ولسمشر په ډاګه که چې وروستي تروریستي بریدونه یواځې د دې خاورې پر کوچنیانو، ښځو او نارینه و نه، بلکې د افغانستان په ټول ملت برید وو چې په دې برخه کې ملي، هراړخیز او سرتاسري ځواب ته اړتیا ده. د ولسمشر د جمعې ورځې وینا کې د سولې اړخه باندې هم تمرکز و او جدي غوښتنه یې وکړه چې هغه طالبان کوم چې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې لاس نه لري، باید خپل ځانونه او صف جلا کړي، ځکه نن د حق او باطل صفونه معلومېږي او د افغانستان د خلکو او دولت صف، د حق صف دی.
د ولسمشر د جمعې ورځې وینا کې ډیر تمرکز په ترهګرۍ له مبارزې سره ورټول و او په دې برخه کې یې پر پآکستان نیوکې زیاتې وې، ځکه وروستي اسناد او شواهد ښيي چې پاکستان له طالبانو او حقاني شبکې سره مرسته کوي چې په افغانستان کې لوی بریدونه وکړي.
د وروستیو بریدونو په تړاو ۱۱ تنه نيول شوي چې رېښه یې معلومه ده او ټولو هغه ځایونه ښودلې چې پکې روزل شي او هغه لارې یې مالومې شوي چې پرې راغلي او هغه کسان هم په ډاګه شوي چې بریدونه یې پلان کړي او بیا د برید تر ځایه رارسولي دي.
ولسمشر خبرداری ورکړی چې د طالبانو مرکز پاکستان دی او اوس دا تصمیم د پاکستان حکومت په لاس کې دی هغه څه چې د ځان لپاره خوښوي باید د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یې هم خوښ کړي.

ولسمشر تمه وښوده چې د تروریستانو او د هغوی د شبکو لست د پاکستان دولت سره شریک شوی او افغان حکومت او ولسونه په تمه دي چې پاکستان په عمل کې څه ښودلی شي، ځکه د پاکستان په ژمنو باور نه شي کیدلی او هر ځل یې له خپلو ژمنو تېښته کړې ده.
د ولسمشر د جمعې ورځې خبرو کې د کابل ښاریانو وروستیو انديښنو ته هم اشاره وشوه، امنیتي او دفاعي ارګانونه د کابل ښار د خوندیتوب لپاره په یو پلان کار کوي او دا پلان به د یکشنبې په ورځ ولسمشر ته واړاندې شي چې څنګه کیدای شي پلازمېنه له لویو او وړو بریدونو خوندي شي.
ولسمشر په خپله وینا کې ډاډ ښودلی چې په استخباراتي او کشفي ارګانونو کې دمحسوسو واضح اصلاحاتو باندې کار کیږي او د کابل له فاضل بیګ سیمې څخه تر بېلابېلو ولایتونو پورې د خاینانو د نيولو او دغه راز له لوګر نه تر غزني او هلمند پورې د تروریستانو پر ضد د سرتاسري عملیاتو خبرداری یې ورکړی چې وسله والې ډلې په جګړه کې داسې وځپي چې بیا نه د کوچنیو او نه هم د لویو بریدونو د پلان توان ولري.
ولسمشر ټینګار کړی چې له جهادي مشرانو، سیاسیونو او ځوانانو سره به په بیلابیلو برخو کې مشورې کوي او د افغانستان د ثبات لپاره به له ټول توان کار اخلي چې ترهګرې ډلې نور د افغانانو ژوند وا نه خلي.
ولسمشر کورنیو سیاستونو ته په اشارې وویل چې د افغان حکومت لار د چیغو او ننواتو لاره نه ده، که خلک فکر کوي چې افغان حکومت ماتېږي، نو باید په دې پوه شي چې حکومت نه ماتېدونکي دی او د دې وخت دی چې خپل غم منسجم او دا غمونه په ارادې بدل کړو.
ولسمشر په خپله وینا کې پر یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې نن د ارادې، منسجمو اقداماتو او یووالي وخت دی او هغه خلک چې غولېدلي ، باید په دې پوه شي چې د افغانستان دښمنان ښه نېت نه لري او دا له یو فرد نه، بلکې د افغانستان عظیم ملت سره دښمني ده.

Comments

Leave a Reply