د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په کابل کې له یوې خونړۍ چاودنې روغ رمت وتلی

comments 0

هندوکش _ کابل: د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح مطبوعاتي دفتر مسول رضوان مراد وايي، چې نن سهار دسولې دښمنانو دکابل ښار په تایمنیو سیمه کې د ولسمشر لومړي مرستیال په موټریزکاروان برید ترسر کړي، چې په پایله کې نوموړي ته کوم زیان نه دی رسیدلی او له بریده روغ وتلی دی. نوموړی وايي، چې په یاده پیښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دمرګ ژوبلې په اړه یې کره اسناد په لاس کې نشته. په ورته مهال کې دکورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، چې په یاده پیښه کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۷تنه نور تپیان شويدي.
دیادونې وړده، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د ولسمشرۍ مانۍ پر لومړي مرستیال امرالله صالح برید غندلی او دا کاریې دهېواد او سولې دښمنانو کاربللی دی.
عبید رادپور

Comments