د ولسمشر فرمان په اساس تېره ورځ ۹۰۰ طالب بندیان له زندانونو څخه ازاد شوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر پاڼه کې وویل شوي، چې د کوچني اختر پر درېیمه ورځ د سولې هڅو د بریا د اوربند د دوام او د مخامخ خبرو د چټک پیل لپاره په ۱۹ ولايتونو کې نېږدې ۹۰۰ نور طالب بندیان ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په دفتر کې د سولې او ملکي تلفاتو د خوندیتوب مشر انتظار خادم وايي، د طالبانو د لست له مخې هغه کسان له زندان څخه ازاد کیږي چې د ولسمشر غني فرمان سره مطابقت ولري او له قانون سره په ټکر کې نه وي.
خادم وايي، هغه طالبان له زندان ازادوي چې د طالبانو په ۵۰۰۰ کسیز لست کې وي.
خادم زیاتوي، چې دا ځل مجموع کې به ۲۰۰۰ بندیان آزاد کړای شي.
سپوږمۍ پوپلزی

Comments