د ولسمشر دویم مرستیال: رامنځته شوې نوی ائتلاف د نظام کمزوري لپاره یوه هڅه ده

comments 0

0 Views

هندوکش – دایکنډي: د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال یوې غونډې ته په وینا کې د نوي جوړ شوي ائتلاف پروړاندې غبرګون وښود چې ترکیه کې عطامحمد نور، محقق او دوستم لخوا جوړ شوې ده.
ښاغلي سرور دانش وویل، د دغه اېتلاف رامنځ ته کول د نظام کمزوری کولو هڅه ده او د نظام له منځه د نظام په خلاف غږ اوچتول ناسم کار دې.
دایکنډي کې ناستو خلکوته د ولسمشر دویم مرستیال وویل چې: د ملي یووالي حکومت له یو لوري له ترهگرو ډلو سره مخامخ په وسله واله جگړه بوخت دی او له بل لوري په حکومت کې د ننه یو شمېر کړۍ هم د نظام پښې وهي.
دانش زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت هر ډول سالم اپوزسیون زغملی شي او اپوزیسیون یې د ډیموکراټیک نظام یو جز وباله؛ خو تازه جور شوې ائتلاف غیر قانوني وباله.
د نوموړي په وینا دغه ائتلاف په ټوله کې ناقانونه ده او په اوسنیو حالاتو کې د نظام او حکومت پیاوړتیا ته اړتیا لیدل کیږي نه د حکومت له منځه پر حکومت نیوکو ته.
تردې وړاندې عبدالطیف پدرام په ولسي جرګې کې د خلکو استازي هم دغه جوړ شوې ائتلاف پر شخصي ګتو ولاړ وبلل او وې ویل چې دغه ائتلاف ملي ګټو لپاره نه بلکې شخصي ګتو لپاره جوړ شوې دې.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply