د ولسمشر دویم مرستیال: د امارتي نظام راتلل به جګړه زیاته کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش د یک‌شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې، د هغې هوکړې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ، چې د هر ډول استبدادي نظام د رامنځته کېدلو لامل ګرځي.
هغه وویل: “امارتي یا هم بل هر ډول نظام چې له هغې د دیکتاتورۍ او استبداد غږونه پورته شي، تر خوا یې د بشر حقونه نقض شي، دا ډول نظام نه یوازې دا چې په افغانستان کې سوله نه شي راوستلای، بلکې جګړې ته به په نورو نومونو لا شدت ورکړي. ”
د ولسمشر د دویم مرستیال له قوله، د افغانستان حکومت او بنسټونه یې له طالبانو سره د روانو خبرو په برخه کې څنډې ته وړل شوې دي.
نوموړی وايي: “دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاس‌‌لیک کېږي، یو ښه حرکت دی، مګر د جګړې اصلي اړخ د افغانستان خلک او حکومت دی خو تر اوسه حکومت، خلک، سیاسي ډلې، مدني ټولنې او نور په یوه ډول څنډې ته کړل شوي دي، په داسې یو حالت کې د سولې راتلل، په هغه ډول چې افغانستان او خلک یې ترې تعریف کوي، ممکنه نه ده. ”
جمهوریت، بشري حقوق، ټاکنې، د بیان ازادي، د ښځو او لږکیو ازادي، هغه ټکي دي چې د ښاغلي دانش له قوله، د سولې خبرو کې باید ترې ملاتړ او وشي.
د ولسمشر غني دویم مرستیال په دې غونډه کې د سولې په اړه د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي د کمېدو طرحې ته په اشارې سره وايي، دا طرحه په داسې مهال چې مبهمه ده، د واقعې سولې څخه د تېښتې او په اصل کې د خلکو او نړیوالې ټولنې ته د دوکې ورکولو یوه وسیله ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments