د وشو ملي لوبډلې ته ټاکنیزې سیالۍ وشوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار بدني روزنې امر سيد عالم شاه مختاري وايي، د وشو سيالۍ د وشوو فدراسیون لخوا د يوې ورځې لپاره د فوټبال په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوې، چې يوسلو پنځوس تنو ورزشکارانو پکې برخه اخيستې وه.
نوموړی وايي، چې د سياليو موخه د وشو ملي لوبډلې ټاکنيزو سياليو لپاره دغوره لوبغاړو پيژندل و.
د ووشو فدراسیون مسؤل عتيق ملکزی وويل، چې پدی سياليو کې د جلال آباد ښار او ولسواليو د پينځو کلپونو څخه يوسلو پنځوس تنو ورزشکارانو برخه لرله چې په پای کې پنځوس تنه غوره لوبغاړو د وشوملی لوبډلې په ټاکنيزو سياليوکی د ګډون چانس ترلاسه کړ.
ملکزي زياته کړه ټاکل شوې، چې په نږدې ورځو کې په کابل کې د هيواد دشلو ولايتونو دورزشکارانوتر ترمنځ د وشو ملي لوبډلې ټاکنيزۍ سيالي هم ترسره شي.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply