د وسله والو مجهز موټر له منځه وړل شوی

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار د میوند ولسوالۍ په کانټینر بازار کي هوایي ځواکونو هغه موټر په نښه کړ چې غوښتل یې په ډلییز برید د پولیسو یوه پوسته سقوط کړي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي په دغه هوايي برید کي شپږ وسله وال وژل شوي.
هغه زیاتوي وړمه شپه هم د پنجوایي ولسوالۍ د رېګوا په سیمه کې د هوايي ځواکونو په برید کې اته وسله وال وژل شوي چې یو قومندان یې هم په کې شامل وو.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply