د وسله والو طالبانو او جنرال مېلر لیدنه

comments 0

هندوکش ــ کابل: د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل تازه ټویټ کې لیکلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.
تیرماښام د سیاسي دفتر دهئیت او جنرال میلر ترمشری لاندې د هئیت ترمینځ د توافقنامې دتطبیق او په دې برخه کې د شویو سرغړونو په اړه تفصیلي ناسته وشوه.
په ناسته کې په هغو بریدونو او چاپو هم جدي خبرې وشوې چې په غیرجنګي سیمو کې ترسره شوې او د مخنیوي غوښتنه يې وشوه.
افغان حکومت که څه هم د جنرال سکاټ مېلر او طالبانو تر منځ د وروستۍ لیدنې په تړاو نظر نه لري خو وایي چې افغان حکومت د تاوتریخوالي په کمښت، بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د ټول شموله پلاوي جوړول او د طالب بندیانو خوشې کېدو د لړۍ پيل سره وښوده چې د افغان سولې برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments