د ورکو شویو نړیواله ورځ؛ یوې مور خپل زوی پسې عصاب له لاسه ور کړي

comments 0

هندوکش ــ هلمند: پرون د اګسټ دېرشمه د ورکو شویو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د ملګرو ملتو سازمان د دې لپاره چې، د جنګونو، د حکومتونو د دیکتاتوریو، فشارونو او سیاسي ناخوالو له امله د ورکو شویو برخلیک ته، د دولتونو پام ور واړوي، دغه ورځ یې د ورکو شویو په نوم نومولې ده.
په تېرو څلورو لسیزو جګړو کې، بهر ته د ناقانوني کډوالیو او نورو لاملونو له امله، زر ګونه افغانان تري تم شوي دي.
د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت الله یو له ورکو شویو کسانو څخه دی چې، تراوسه یې هم د مرګ او ژوند په اړه معلومات نشته.
د نعمت الله ماما محمد داود وویل، چې څلور میاشتې په ورک شوي، خوريي پسې وګرځېد خو هېڅ یې هم ترلاسه نه کړل.
هغه زیاته کړه: “چا به غږ وکړ چې دلته دی هلته به چې ولاړم نه به و، بل چا به ویل پلاني ځای کې دی، هغه ځای به مې هم وکوت نه به و، څلور میاشتې او شل ورځې پیسې وګرځېدم پیدا مې نه کړ، خلک وايي، چې ژوندی دی، خو موږ ته یې درک نه معلومېږي.”
دی وايي چې خو په دې خبرو یې باور ځکه نه راځي چې ځینو خلکو ورته ویلي چې نعمت الله طالبانو برمته کړی او ممکن ځانمرګۍ برید یې کړی وي.
نعمت الله چې د کور د ګټې وټې سړی و، درې وروڼه او درې خوندی لري، پلار او مور یې زاړه دي، کورنۍ یې اوس په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
محمد داود وايي، چې د نعمت الله مور په خپل ورک زوي پسې لیونۍ شوه اوس یې چې هم څوک نوم واخلي، سخته ورپسې ژاړي.
نوموړی زیاتوي: “موږ ته یې چې نوم واخلې ژاړي، هغه بېچاره لېونۍ شوه، اعصاب یې خراب شول، کابل ته مې یو وړه هلته مې دوا پرې وکړه اوس په بد وضعیت کې ژوند کوي.”
د نعمت الله کورنۍ یوازینۍ کورنۍ نه ده چې د ورک شوي ستنېدو ته شېبې شماري، بلکې دې ته ورته زرګونه افغان کورنۍ په ورته برخلیک اخته دي.
عبدالله اڅکزی

Comments