د واکمنۍ یوه پرتله // منان توحیدیار

comments 0

په ځینو به دا ترخه حقایق ښه ونه لګیږي خو تر څو چې ترخه حقایق وانه ورو ځان او بل نشو پيژندلای.
یو شمیر افغانان دعوه کوي چې زمونږ جیټ الوتکو د داود خان یا نجیب په وخت کې د اسلام آباد په سر پروازونه کول.
دوی ته ویل غواړم چې هغه وخت افغانستان او پاکستان رسماً له یو بل سره په جنګ کې نه وو ښکیل ځکه نو نه د پاکستان جنګي الوتکو په کابل پروازونه کول او نه افغان الوتکو په اسلام آباد.
همدرانګه هغه وخت هم پاکستان او هم افغانستان د هوايي دفاع سیستمونه درلودل ځکه نو دې کار امکان نه درلود.
تر داود خانه مخکې پاکستان په ۱۹۷۱ کې له هند سره په جګړه کې ۷۵ الوتکې له لاسه ورکړې او ۴۵ یې د هند راوغورځولې. نو ستا یې نشوای راغورځولائ؟
بل هغه وخت هم پاکستان تر تا ډیرې الوتکې درلودې نو څه فکر کوې چې تا به یې په سر پروازونه کول او دوی به درته کتل؟
همدارنګه په دغه جګړه کې یې ۲۸۴۰ هوايي حملې وکړې، تا د داود خان تر وخته ټول ۲۸۴۰ نظامي پروازونه نه ووکړي.
کله چې داود خان قبایل د پاکستان په ضد وهڅول نو ان هغه وخت پاکستان په وزیرستان وحشيانه هوايي بمبارونه وکړل خو افغان هوايي ځواک یې په مقابل کې هیڅ هم ونشوای کړای.
بل همدا د پاکستان د هوايي ځواک استخبارات وو چې ډیری د مجاهدینو مشران یې د افغانستان له خاورې سلامت پاکستان ته ورسول، خو ته وایې چې نه زمونږ الوتکو په اسلام آباد پروازونه کول.
هو له ۱۹۸۶ نه تر ۱۹۸۸ پورې د ډیورنډ په کرښه د افغان او پاکستاني الوتکو تر مینځ یو څو نښتې وشوې چې په نتیجه کې یې پاکستاني ایف شپاړس الوتکو لږ تر لږه اته افغان الوتکې او افغان الوتکو یوه ایف شپاړس الوتکه له مینځه یوړې.
د پاکستان یو پیلوټ خالد محمود په یوازې ځان درې افغان الوتکې له مینځه یوړې، چې پدې کار پاکستان کې ډیر وستایل شو.
مونږ خو د نجیب د وخت په هوايي ځواک ډیر نازیږو خو پاکستان په هر وخت کې تر افغانستانه ډیرې الوتکې او ډیر هوايي او ځمکني پوځونه درلودل.
د دې کار یو دلیل دا وو چې پاکستان له جوړیدو سره سم له هند سره دښمني پیل کړه او د دغې دښمني ګټه دا شوه چې پاکستان دوامداره خپل امنیتي ځواکونه قوي کول.
برعکس زمونږ امنیتي ځواکونه د داود خان تر وخته دومره پرمختللي نه وو ځکه ظاهر شاه نه غوښتل چې له چا سره دې جګړه وکړي، دا اوس هم پاکستان څه د پاسه اته نیم سوه الوتکې لري.
د سپین ږیرو په مبالغوي قیصو مو نور مه غلطیږئ، دوی مونږ ته تل دښمن کمزوری او ځان قوي ښودلی خو دا یې بیا نه دي راته ویلي چې ولې د کمزوري دښمن په مقابل کې دوی تل مات شوي؟
تریخ حقیقت دا دی چې مونږ نه دومره څه وو. نه دومره څه یاستو خو که وغواړو نو یو څه کیدای شو.
همدارنګه هیڅکله هم خپل دښمن کمزوری مه ګڼئ، که د دښمن حقیقي زور درته معلوم نه وي نو ډیر قوي یې وګڼئ او کوښښ وکړئ چې ځان ترینه قوي کړئ. ایله به مو د ګټې چانسونه ډیر شي.

Comments