د واکسینو سره د طالبانو مخالفت د پولیو پېښې زیاتې کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو د خپلو نفوذ په ساحه کې د پولیو او نورو واکسینو پر تطبیق بندیزونه اعلان کړل، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو تازه پېښې ثبت شويدي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په بادغیس او خوست ولایتونو کې دوه ماشومان په ناعلاجه ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي چې دې سره په هیواد کې د ګوزڼ د پېښو شمیر ۴۹ ته ورسید.
ځایي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې د وسله والو طالبانو له لوري د واکسین سره د مخالفت له وجهې د کمپاينونو د درېدو له کبله په دغه هېواد کې د پوليو مثبتو پېښو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.
د عامې روغتيا وزارت د کتلوي معافيت مسؤل غلام دستګير نظري هندوکش ته وويل، چې د پوليو یوه پېښه د بادغيس په قلعه نو ولسوالۍ او بله د خوست ولايت په باک ولسوالۍ کې ثبت شوېده.
ښاغلی نظري وايي چې یادې سیمې د وسله والو طالبانو تر نفوذ لاندې دي او لدې وړاندې د دوی ټیمونو ته اجازه نه ور کول کیده چې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ور کړي.
د عامې روغتيا وزارت د پوليو د محوه کولو پروګرام د عامه اړيکو مسؤل ډاکټر ميرجان راسخ هندوکش ته وويل، چې د بادغيس پېښه په يو څلور مياشتنې ماشوم او د خوست پېښه په يوې ۱۶ مياشتنۍ ماشومې کې ثبت شوې ده.
بلی خواته بیا ځايي اوسېدونکي د ګوزن د واکسین پر تطبیق سخت ټینګار کوي.
او له وسله والو طالبانو غواړي چې روغتیايي ټیمونو ته اجازه ور کړي، تر څو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین تطبیق کړي.
د يادو دوو تازه پېښو په ثبتولو سره روان ۲۰۲۰ ميلادي کال په افغانستان کې د پوليو مثبتو پېښو شمېر ۴۹ ته ورسېد، دا ۴۹ پېښې ټولې د وسله والو طالبانو تر کنټرول او نفوذ لاندې ساحو کې ثبت شويدي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments