د واشېر لپاره د طالبانو ولسوال ونیول شو

comments 0

هندوکش- هلمند: د طالبانو له لوري د هلمند د واشېر ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال ونیول شو.
د هلمند امنیتي چارواکي وايي د محمد نبي په نوم د طالبانو ولسوال د ملي امنیت ځواکونو له لوری نیول شوی دی.
سرچینه وايي دغه ولسوال به له بهرنیو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې سمبالولې.
هلمند کې طالبانو هم د واشېر لپاره د خپل ولسوال د نیولو خبر په اړه څه نه دي ویلي.
ننگیالی کوهنورد

Comments