د هېواد څلورو ولایتونو کې اته تنه د قتل او وسله‌والو غلاوو په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کاپیسا: د کاپيسا او کندوز ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې پينځه تنه د ژوبلې او غلا په تړاو نیولي دي.
د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې درې تنه د یوې رېکشا د غلا او چلوونکي د ژوبلې او د کاپيسا په کوهستان کې دوه تنه د قتل قضیو په تړاو نیول شوي دي.
بل خوا د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې دوه تنه د موټر د غلا او د خوست په مرکز کې یو کس د موټرسایکل د غلا په تور نیول شوي دي.
عبید رادپور

Comments