د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۴ پاکستانیانو په ګډون ۸۴ طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ کاپیسا: افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۸۴ طالبان وژلي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه څو جلا خپرو شویو خبر پاڼو کې راغلي، چې افغان امنیتي ځواکونو د هېواد په ۸ ولایتونو فاریاب، بادغیس، هرات، ننگرهار، کندهار، هلمند او کاپیسا کې ۸۴ طالبان وژلي، چې ۹ یې د دغې ډلې مهم ماین جوړونکي او ۴ نور یې پاکستاني القاعده وو.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو طالبانو کې دوه یې د یادې ډلې مهم قوماندانان دي.
د سرچیني په خبره ، چې په تر سره شویو عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ هم افغان ځواکونو د هېواد په ۷ ولایتونو کې ۹۲ طالبان وژلي وو.
عبید رادپور

Comments