د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، چې د ننګرهار، کاپیسا او فاریاب ولایتونو د امنیه قومندانیو زړورو ځواکونو د یادو ولایتونو په مربوطاتو کې د څو بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه د ژوبلې او وسلوالو غلاو په تور نیولي دي.
اعلامیه زیاتوي، د دې کسانو له منځه، د ننګرها د کامې ولسوالۍ په درېیمه ناحیه کې شپږ غله، د کاپیسا حصې دوم کوهستان ولسوالۍ کې دوه تنه د وسلوالو غلاو او ژوبلې او همدارنګه د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې هم یو کس د یوه ځوان د ژوبلې په تور نیول شوي دي.
عبید رادپور

Comments