د هېواد په درېیو ولایتونو کې درې تنه د وسلو او مهماتو د قاچاق په تور نیول شوي دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د میدان وردګ، کاپیسا او غور ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه د وسلو او مهماتو د قاچاق په تور نیولي دي.
نوموړي کسان د میدان وردګو ولایت په مرکز کې یو کس له دوه میله تفنګچو او یو اندازه مهماتو، د کاپیسا په حصې دوم ولسوالۍ کې یو کس له څلور ډزه راکېټ ګولیو، یوه پایه مخابرې، دوه قبضې لاسي بمونو او همدارنګه یو شمېر مهماتو او نظامي تجهیزاتو سره او د غور ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې هم یو کس له یو میل کلاشینکوف، یو میل تفنګچې، درې قبضې لاسي بمونو، یو کیلوګرام تریاکو او یو اندازه مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments