د هېواد وضعیت او ګډ حکومت اړتیا/ عبدالمنان توحیدیار

comments 0

افغانستان په یو حساس وضعیت کې دی، له یوې خوا جګړه، له بلې خوا د سولې پروسه، سیاسي جنجالونه، د سولې پروسه او داخلي اجماع لپاره اړتیا وه چې د حکومت جوړښت دې داسې وي چې ټول پکې ځانونه وګوري.
سیاسي کړکیچ او جنجالونو سره تاسو ولیدل چې د ګاونډیو او ان د نړۍ د یو شمېر هېوادونو لاسونه او ژبه اوږده شوې وه او بیلابیلې لاسوهنې یې کولې، له همدې کبله اړتیا وه چې راتلونکی حکومت داسې جوړ شي، چې جنجالونه پای ته ورسیږي.
دا چې د افغانستان دولت هڅه کوي د دایمي سولې او ثبات لپاره طالبانو سره مذاکرات پيل شي او د ټولو جمهوریت پلوه سیاسي مشرانو په خوښه او اجماع مذاکراتي ټیم وټاکي تر څو د هېواد څلويښت کلن بحران او جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي، ولسمشر غني د هېواد د لومړي درجه مسوول په توګه په دغو حساسو شرایطو کې زیات انعطاف وښود.
له اوږدو مذاکراتو او سیاسي ناندریو وروسته ټاکل شوې ژر به د افغانستان د منتخب ولسمشر غني او د افغانستان د ملي مصالحې د شورا د راتلونکي مشر ډاکټر عبدالله تر منځ له اوږدو مذاکراتو او جرګو وروسته دغه لانجه ختمه شي او د دواړو لوریو ترمنځ به د سیاسي بحران د پای ته رسولو موافقتنامه لاسلیک شي.
د دې موافقتنامې فرق له تېرې موافقتنامې (ملي وحدت حکومت)سره دا دی چې دوه سری حکومت رسماً ختم شو، یعنې اجرائیه ریاست نور نشته .
د دې موافقتنامې په لاسلیک سره به ډاکټر عبدالله د ملي روغې جوړې د رئیس په توګه ټاکل کېږي. ډاکټر عبدالله دا موافقتنامه د افغانستان له منتخب ولسمشر سره کوي یعني غني د ولسمشر په توګه په رسمیت پیژني .
که څه هم اروپايي اتحادیې او امریکا د ولسمشر غني حکومت په رسمیت پيژني، خو دواړه چې د افغانستان د دولت عمده مالي حامیان دي، په حکومت فشار راوړی و چې که دا موافقتنامه لاسلیک نشي خپلې مرستې بندوي. همدارنګه د روسیې، ایران، پاکستان، ترکیې او ځیني نورو هېوادونو په زغرده ویلي تر هغو چې ډاکټر عبدالله قدرت کې شریک نشي او موافقتنامه ورسره لاسلیک نشي موجوده حکومت به په رسمیت نه پيژني، دا چې د کرونا په وخت کې هېواد د بودجې له کسر سره مخ کېدونکی دی او که بهرني حامیان هم مالي ملاتړ ونه کړي، روان بحران نور هم ژورېده نو له دې سره به د یادو هېوادونو همکاري له سره پيل شي.
نو دا هوکړه د اړتیا له مخې شوې او د هغوی په مخ کلکه څپيړه ده چې د وضعیت د خرابیدو لپاره یې شېبې شمارلې.
افغانستان د ټولو ګډ کور دی او که هر څوک، له هر ټیم هر ځای ګمارل کیږي، نو د دې وطن اولاد دی او حق لري چې کار وکړي.
اصل هدف له دې هوکړې دا دی چې څنګه کیدلی شي له طالبانو سره په میز باندې په یوه خوله او نظر کیني او له یو قوي موقف استازیتوب وکړی.
کله چې داخلي اجماع نه وي، سیاسي اجماع مشکله ده چې رامنځ ته شي، اوس چې له دې هوکړې سره داخلي اجماع رامنځ ته شي، لیرې نه ده چې افغانان د سولې ارمان ته ورسیږي.

Comments