د هېواد سوېل لویدیځو ولایتونو ته د حمدالله محب سفر

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د افغانستان ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب په هلمند کې د سوېل لوېديځ زون امنيتي مسوولانو ته د امنيتي وضعيت د لا ډاډمنتیا او دغه راز د وسله ‌والو طالبانو د ځپلو په موخه تازه لارښوونې کړي دي.
نوموړي نن په هلمند کې د ياد زون له ملکي او نظامي مسوولانو سره غونډه کړې، امنيتي او دفاعي ځواکونو ته یې لارښوونه کړې، چې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د يادې ډلې پر اساسي تهداب تمرکز زيات کړي، ترڅو په خبره يې له دې لارې د طالبانو جنګي ريښې وچې او دا ډله د جګړې په ميدان کې نور هم کمزورې او ماته شي.
د ملي امنيت شورا له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د ډاکټر حمدالله محب په حواله ويل شوي، چې د دغه کار په هدف دې د حالاتو په پام کې نيولو سره، له داسې جګړه ‌ييزو تکتيکونو ګټه پورته شي چې شرايط او جغرافيوي اړتياوې يې اېجابوي.
نوموړي په دې اړه زياته کړې: «امنيتي او کشفي ادارې دې دوښمن له ابتداء په نښه کړي او جګړه دې د وخت، حالاتو، شرایطو او جغرافيې مطابق په متغیرو تکتيکونو پر مخ يووړل شي.»
حمدالله محب دغه راز ويلي چې د اتل او ميوند قول اردو اړوند پرسونل په سوېل لوېديځ زون کې پر وسله ‌والو طالبانو د فعاليت ساحه تنګه کړې او دامهال اړتيا ده، چې له تهداب څخه د يادې ډلې په نښه کولو له لارې يې په بشپړه توګه د جګړې له ميدان لاس پرې شي.
ډاکټر محب دغه راز سپارښتنه وکړه چې امنيتي او کشفي ادارې دې دښمن له ابتداء په نښه کړي او جګړه دې د وخت، حالاتو، شرایطو او جغرافيې مطابق په متغیرو تکتيکونو پر مخ يووړل شي.
د افغانستان ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب د سوېل لوېديځ زون امنيتي مسوولانو ته دا لارښوونې داسې مهال کوي، چې حکومت تېره اوونۍ د قول اردوګانو د رهبريو په کچه په امنيتي او دفاعي ليکو کې د لا زياتو اصلاحاتو د رامنځته کولو خبر ورکړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments