د هیواد په 13 ولایتونو کې 200 روغتيايي مرکزونه جوړېږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د عامې روغتیا وزارت د ۴ ملیاردو په ارزښت ۱۹ قراردادتونه له بهرنیو او کورنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل.
د قراردادونو د لاسليک په مراسمو کې د عامې روغتيا وزیر ډاکټر فيروز فیروز وويل: “۱۹ قرارداتونو کې ۲۰۰ روغتیایي مرکزونه ، په ننګرهار، بلخ، کندز، هلمند، دایکندي، لغمان، لوګر ارزګان، او په مناسب دول وردګو، فراه، بادغیس، سمنګان او نیمروز کې شامل شي. ”
نوموړې زیاته کړه چې: “دغه مرسته نړیوال بانک، د متحده ايالاتو ادارې د اروپا اتحاديې له خوا تمويليږي چې د ماليې وزارت لخوا په پلي شي.
فیروز وایې چی اوس مهال ۶۰ سلنه خلک صحی روغتونو ته نژدې پراته دي چې د ۲۰۰ روغتیایي مرکزونو په جورښت به ۸۰ سلنې ته ورسیږي.
د عامې روغتيا وزارت په وينا په ټول هېواد کې 2،500 روغتيايي مرکز موجود دي، خو روغتيايي مرکزونو نشي کولای معیاري آسانتیاوې برابرې کړي خو هڅې ادامه لري ترڅو وکولاي شي ۴۰۰ نوي صحي مرکزونه جوړ کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply