د هیواد په شمال کې لاریونونو سوداګرو ته زیان اړولې دې

comments 0

هندوکش – کابل: په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د هیواد په شمال کې لاریونونو سوداګرو ته مالي زیان اړولې او پر اقتصادي برخې یې بد اغیز کړې دې.
د سوداګرې خونې چارواکې رحیم الله سمندر ویلي، چې د اقینې بندر لارې تر څنګ د یوشمېر نورو سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله سوداګرو او د افغانستان اقتصاد ته زیان اوښتی او هره ورځ افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېږي.
د هیواد په شمال کې د جنبش ګوند پلویانو، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې د هېواد په شمال کې د اقینې بندر او یوشمېر نورې سوداګریزې لارې تړلې او د تحصن خېمې یې درولې وايي، تر هغو یې چې غوښتنې ونه منل شي دا لارې به خلاصې نه کړي.
د شنونکو په وینا، هېڅ ډله د لارو د تړل کېدو حق نه لري او حکومت باید هېچاته اجازه ورنه کړي، چې د شخصي غوښتنو لپاره ملي ګټو ته زیان ورسوي.
خو لاریونوالو، چې د اتمې ورځې لپاره هم په فاریاب، بدخشان، سمنګان، تخار او یوشمېر نورو ولایتونو کې خپلو لاریونونو ته ادامه ورکړې خبرداری ورکوي، که یې غوښتنې ونه منل شي دا لارې به تړلې پاتې شي.
په شمال کې د سوداګریزو مسیرونو د تړل کېدو له امله د افغانستان اقتصاد ته د میلیونونه افغانیو د زیان اوښتو په تړاو څر ګندونې داسې مهال دي، چې د سوداګرۍ خونو مسئولانو په وینا که دې ستونزې ته رسیده ګي ونه شي ورځ تر بلې به سوداګر له زیاتو زیانونو سره مخ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments