د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ۳۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي

comments 0

هندوکش – کابل : د ملی دفاع وزارت په (10/04/1396)خپور شوی خبرپانه کې په تیر 24 ساعتونو کې د افغانستان امنیتي او دفاعی ځواکونه د هیواد په ګوټ ګوټ کې په تیرو 24 ساعتونو کې د ۷تنو داعشیانو په شمول30 تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، 11تنه ټپیان او 4 تنه نور ټپیان شوي دي .
په خبرپڼه کې راغلی دی چې : « دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا ، خوست ، پکتیکا، میدان وردګ ، لوګر، غزنی ، کندهار، ارزګان ،فراه، کندز، فاریاب ، تخار، بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د غزني ولایت د واغظ ، ګیلان او اندړو په ولسوالیو کې 10 تنه طالب ترهګر وژل شوي،5 تنه ټپیان ، یو موټر او 3موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د ننګرهار ولایت د چپرهار او غنی خیلو په ولسوالیو کې د 2 تنو داعشیانو په شمول 6 تنه وسله وال ترهګر وژل شوي 3 تنه نیول شوي،او د داعشیانو 3 پټنځایونه له منځه وړل شوي ، د جوزجان ولایت د قوشتیپې په ولسوالۍ کې 5تنه داعشیان وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی او د کنړ ولایت د مانوګۍ په ولسوالۍ کې 3 تنه طالبان شوي او یو تن ټپي شوی دی».
خبرپاڼه زیاوي چې : «د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې 3 تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی،د میدان وردګو ولایت د نرخ په ولسوالۍ کې یو تن وسله وال ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي ، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې 2 تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي او 4 تنه ټپیان او د لوګر ولایت مرکز په اړوند سیمه کې یو تن وسله وال ترهګر نیول شوی دی .
په دغه خبرپاڼه کې د ملی دفاعی او امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply