د هیواد په بیلابیلو سیموکې 57 وسله وال ترهګر ووژل شول

comments 0

هندوکش – کابل: د ملی فاع وزارت وایی، د هیواد امنیتي ځواکونو یو لړ عملیات چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول په پایله کې 57 تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او 35 تنه ټپیان شوي دي .
د ملی دفاع وزارت په خپله ویب پانه کې لیکلی دي:
«دغه ګډ عملیات د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، غزني، لوگر، خوست، کندهار ، زابل، ارزګان بادغیس ، فاریاب، بغلان ، سرپل او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د پکتیا ولایت د جاني خیلو په ولسوالۍ کې ۲۵تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان ، د پکتیکا ولایت د ګومل په ولسوالې کې د حقاني شبکې ۱۴ تنه غړي وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد او سید آباد په ولسوالیو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي».
همدا راز وایی:
« په یادو عملیاتو کې د غزني ولایت د ګیلان په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، یو بیلر ۱۰۰ کیلویي ماین او ۶ کړې بوشکه یي ماینونه کشف او له منځه وړل شوي ، د لوګر ولایت د محمد آغې په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان ، د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه تپیان دي او د ارزګان مرکز ترینکوت په مربوطاتو کې یو تن ترهګر وژل شوی دی ».
د ملی دفاع وزارت د خبر له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې۲۱ چاڼیز ، ۱۸ځانګړي کماندویي او۲شپني عملیات د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې په لاره اچول شوي ، د افغانستان د هوایي ځواکونو ۹۶ الوتنې د ملي اردو ځواکونو دملاتړ په موخه تر سره شوي دي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply