د هیواد د خپلواکۍ کلیزه مومبارک شه! جمال اخگر

comments 0

گرانوهیوادوالو!
د زمري ۲۸ مه چې د ګران هیواد د خپلواکۍ اوازادۍ د (۹۹) مې کلیزې سره سمون لري هغه ورځ ده چې د دې هیواد ملیونونو ریښتینوبچیانو په خپلو سرښندنو د هیواد دغښتلي اوپیاوړي اتل غازی امان الله خان په مشرۍ ورسره نورومیړنیو مجاهدینو مونږ ته په میراث کې پریښودې ده، د هیواد ټولو میړنیو اواتلو ولسونو ته مبارکي وایو او له لوی څښتن تعالی څخه د افغانستان ټول مسلمان ولس ته د ژوند په ټولو برخو کې د بریاوو او پرمختګ غوښتونکي یو .
د زمری ۲۸ مه د افغان میړني ولس هغه له ویاړه ډګه ورځ ده چې زمونږ د ولسونو تر منځ د یووالې ښکارندوي کوي او دغه ویاړ هم ځکه د غازی امان الله خان په برخه شوی چې په هغه وخت کې افغانستان یو واحد او متحد قوم د افغان په نامه درلوده او دا قوم داسی سره متحد ول چې که د هیواد له یوې څنډې به د الله اکبر چیغه شوه نو د هیواد بل سر به د لبیک غږ ور پورته کړ،په هغه وخت که قومونه سره په پښتون ،تاجک،ازبک،هزاره،ترکمن ،پشه یی،ایماق او نورستانی قزلباش سره نه ؤ ویشل شوی، ټول یو موټی افغانان ول او د دوي همدغه اتفاق او اتحاد د غازی آمان الله خان تر قیادت لاندې د وخت امپراطوری(انګریزان) مات کړل او هیواد یی د انګریزانو له ولکې څخه آزاد کړ.
د افغانستان اتل او په هیواد مئین ولسه! څرنګه چې دهیواد میړنیو بچیانو د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې زمونږ د ګران هیواد د دښمنانو او یرغلګرو په وړاندې له خپل دین ،هیواد او خپلواکۍ څخه په ډیره میړانه او سرښندنې د هیواد د خپلواکۍ بیرق د تل لپاره رپانده ساتلی دی، نو په هیواد کې اوسنیو حالاتو ته په کتو سره یو ځل بیا په کار ده ، څنګه چې زمونږ پلرونو او نیکونو د یوه واحد ملت (افغان) تر نامه لاندې د وخت یرغلګرو او سترو امپراطورېو پر وړانډې په میړانه مبارزه کړی او تل یې د هیواد له خپلواکۍ څخه په میړانه ساتنه کړی ، نو اوس یو ځل بیا د طالب او داعش ترهګرو ډلو پر وړاندې هم د یو واحد او یو موټي افغان تر نامه لاندې د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږو او بیا هم خپل هیواد او ولس د دغو اسلام دښمنه کړیو او پردیو له شتون او شر څخه خلاص او یوځل بیا د خوشحالۍ او ویاړه ډګي خنداګانې د خپلو ولسونو پرڅیرو راڅرګندې کړو.
د یو سرلوړی اوآباد افغانستان په هیله

Comments