د هوایي حریم طرحه تصویب شوه

comments 0

هندوکش – کابل: له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼې لیکلي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسلوال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه تیره ورځ مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې د سرتاسري رادارونو پر مټ د هېواد د هوایي حریم د کنټرول په اړه خپله طرحه وړاندې کړې چې یاده طرحه تصویب او د تطبیق په خاطر یې لازمې لارښوونې شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، په دغه غونډه کې د افغانستان د اسلامي حزب بندیانو د خلاصون موضوع هم ارزول شوې چې د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقتنامې مطابق لازمې پرېکړې شوي، خو دا نه ده په ډاګه شوې چې څه ډول پرېکړې شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply