د هوايي ځواک پياوړتیا په راتلونکي باور

comments 0

لیکوال: سید عبدالله پاچا
د سه شنبې په ورځ کندهار کې امریکا درې نورې بلک هاک الوتکې افغان هوايي ځواک ته وسپارلې او په دې سره د بلک هاک الوتکو شمېر اتو ته ورسید، په دې الوتکو کې یوه کشفي هم شامله وه چې کولای شي د ورځې له مخې د ترهګرو ډلو مرکزونه په نخښه او له منځه یوسي.
کندهار کې په همدې تړاو د افغان او بهرنیو ځواکونو یوه غونډه جوړه شوې وه او بهرنیو ځواکونو ډآډ وښود چې په ۲۰۱۸م کال کې یې د ترهګرو د ماتې په تړاو ټولې پریکړې حتمي دي او د سوريې او عراق څخه به پوځي تجهیزات افغانستان ته راوړي او دلته به د ترهګرو ډلو پروړاندې ترې کار واخلي.
د امریکا تګلاره همداسې ده چې یا به افغانستان کې ترهګرې ډلې سوله کوي او یا به له منځه ځي، د ترهګرو ډلو له ماتو سره د هغو هېوادونو منزوي کول هم حتمي دي چې له ترهګرو ملاتړ کوي.
افغانستان کې د ترهګرو ډلو ماتې د افغان ځواکونو په توان پوره دي، ځکه افغان ځواکونه اوس د روزنې، کمیت او کیفیت له کبله په سیمه کې ساری نه لري، خو دا ځواکونه د هوايي ځواک په برخه کې تجهیز نه دي او ترهګر له همدې تشې څخه په ګټنې افغانستان کې فعالیت کوي.
له لومړي سره غوښتنه همدا وه چې هوايي ځواک دې پياوړی شي، بیا نو په افغانستان کې ترهګري ګواښ نه شي کیدلی، ځکه د افغانستان اراضي داسې ده چې یواځې پياده جګړه پکې نه کیږي او ممکن هم نه ده، غر، سیند، ځنګل او اوږدې دښتې هغه څه دي چې د ترهګرو لپاره یې د تېښتې ځای برابر کړی.
افغان ځواکونو سره اوس هره سیمه کې ځايي خلک مرسته کوي چې د ترهګرو ډلو په تړاو مالومات ورکړي، خو دا چې هوايي ځواک په نشت حساب دی، سیمې ته په موټرو کې رسیدل ستونزمن او رسوایي ده چې ترهګر په تېښته بریالي شي.
د ترهګرو یو بل تکتیک چې جګړه یې اوږده کړې او یا یې د عملیاتو پروړاندې خنډونه جوړ کړي، هغه دا چې ترهګرې ډلې په هره سیمه کې اوسیږي، هلته ورتلونکي لارې یې په ماینونو پوښ کړي وي چې ډير کله یې قربانیان ملکي وګړي وي، نو د ځمکې په خيټه کې د ترهګرو ماینونو هم پياده جګړه سخته کړې او د هوايي ځواک په پیاوړتیا سره به ماین و نه شي کولای چې ترهګرو ارام خوب وکړي.
افغان هوایي ځواکونو ته د افغانستان اراضي ښه مالومه ده، دغه راز هر هغه سیمه ورته مالومه ده او یا یې ځايي خلک ورته په ګوته کوي، چرته چې ترهګرې ډلې راټولویږي او یا یې د شپې او ناستې ځای وي، نو په دې اساس هوایي ځواک کولای شي، په وخت د ترهګرو غم وخوري او د دې پر ځای چې ترهګر ښارونو کې بریدونه وکړي، په کلیو کې به له پلانونو سره یو ځای له منځه ځي.
که د بلک هاک الوتکو تر څنګ د سوريې او عراق له جګړې څخه وزګار شوي تجهیزات هم افغان ځواکونو ته په واک کې ورکړل شي، دا د ترهګرو ماتې په روان کال کې حتمي کوي، زه باور لرم چې که افغان هوايي ځواک په تجهیزاتو پوره شي، نو بیا که پاکستان د دې دوه چنده ترهګرو وروزي، پایله به یې هیڅ وي، ځکه لوی بریدونه او لوی غونډې به نه شي کولای چې کوم ځای سقوط کړي.
ترهګرې ډلې چې له نورو هېوادونو هم افغانستان ته راغلي، یواځینی ډاډ یې دا دی چې دلته افغان هوایی ځواک الوتکې نه لري او لیرې پرتو سیمو ته یې ورتګ یا اسانه نه دی او یا که ورځي نو څو ورځو کې رسیږي چې ترهګر کولای شي یو بل خوندي ځای ته لاړ شي.
په افغان ځواکونو باور ورځ تر بلې زیاتیږي او هغه انديښنې ورسره له منځه ځي چې ګنې د دې حکومت ترڅنګ نظام هم له ګواښ سره مخ دی، افغان ځواکونو افغانان په راتلونکي باوري کړي او لکه د ورونو د ټولو لپاره افغانستان لومړیتوب لري.

Comments

Leave a Reply