د هند په اعتراضي تاوتریخوالو کې دوسوه او لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – هندوکس: هندي رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې، په هند کې د تابعیت پر وروستي تبعیضي قانون یاد هېواد ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پر مهال اعتراضونو یو ځل بیا زور اخیستی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، اعتراضونه لا هم دوام لري او په تاوتریخوالي کې تر اوسه ۲۰ تنه لاریونوال وژل شوي او تر ۱۹۰ ډېر نور ټپیان دي.
دا اعتراضونه وروسته تر هغه په تاوتریخوالي واوښتل چې د یاد قانون د مخالفو او موافقو کسانو ترمنځ نښتې وشوې او پولیسو هم د مخالفو لاریونوالو پر ضد له زور څخه کار واخیست.
رویټرز اژانس د هند د روغتیایي چارواکو له قوله ویلي، چې د ټپیانو له ډلې د ۱۵ هغو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ځینې راپورونه وایي، چې مسلمانانو د هندوانو پر مقدسو ځایونو بریدونه کړي دي او دغه راز یې د دوکانونو پر چور کولو لاس پورې کړی دی خو مسلمانان بیا وایي چې مخالفو کسانو یې دوکانونو او جوماتونو ته اورونه ورته کړي دي.
محمد امان دوران

Comments