د هند ـ افغانستان دویم دهلیز پرانیستل شو

comments 0

هندوکش – کابل: نن د افغانستان او هند ترمنځ دویم هوايي دهلېز په رسمي توګه پرانیستل شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د افغانستان او هندوستان ترمنځ د دویم هوايي دهلېز په پرانیستل کېدو سره به، د افغان سوداګرو د مالونو د انتقال ستونزې د هوارېدو سربیره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه هم لوړه شي.
سوداګرۍ خونه وایي، دویم هوايي دهلېز به له افغانستان څخه د هندوستان تر ممبی ښار پورې وي. چې ورسره به د سوداګرۍ کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ سلګونه میلیونه ډالره شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د معلوماتو له مخې اوس‌مهال افغانستان له هندوستان سره شااوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه لري چې د دوهم دهلېز په پرانیستل کېدو سره به د سوداګرۍ دغه کچه له ۸۰۰ میلیونه ډالرو څخه نيولې تر ۱۰۰۰ میلونو ډالرو پورې لوړه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply