د هند تکړه ادا کارې سني لیونې پر ژوند فلم جوریږي

comments 0

هندي رسنۍ لیکي چې د هند تکړه او نوموتې اداکارې سني لیونې پر ژوند هندي سینما فلم جوړي چې ډیر ژر د پردې پر مخ ظاهر شي.
د رسنیو په وینا دا فلم د سني لیوونې د ژوند ټولو برخو ته په پام جوړیږي چې د ځي ټلویزون له لوري د پرودکشن او خپرولو مسوولیت یې په غاړه اخیستل شوې دې.
د سني لیوون په وینا، چې فلم ددې د ژوند بیلابیلې برخې رانغاړي. د بیلګې په ډول: څنګه له کاناډا راغله؟ ولې یې په ځان د سني لیوون نوم کیښود؟ ژوند یې څه ډول و؟ او نورې ډیرې په زړه پورې کیسې لري.
ځي ټلویزون هم د سني لیوون په ژوند د جوړیودونکې فلم خبره تائید کړې او ویلي يې دي، چې دا فلم به د سني لیوون په خاطر تر ټولو ډير لیدونکي ولري.
سني لیون چې یو وخت د بربنډ فلمونو لوبغاړې وه، اوس په هندي فلمونو کې کار کوي. نوموړې واده کړی او درې اولادونه لري. د یادونې ده، چې دا درې اولادونه يې تیر کال اډپټ یا له نورو میندو څخه په پالنه ونیول.

Comments