د هند تجارتي سیالیو کې سن رایزر حیدر آباد ډیلي ډیر ډیویلز ته ماتې ورکړه

comments 0

43 Views

هندوکش – هندوستان: د هند تجارتي سیالیو کې تیره ورځ سن رایزد هیدر آباد او ډیلي ډیرډیویلز تر منځ سیالې ترسره شوه چې پایله کې سنریزر وتوانیده په اوو ویکټو ډیلي ډیرډیویلز ته ماتې ورکړي.
ډیلي ډیرډیویلز چې تر پچې ګټلو وروسته یې د توپ وهنې پړیکړه وکړه په ټاکلو شلو اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٦٣ منډې وکړې، چې پريتوي شاو ٦٥، شرياس لاير ٤٤ او وجى شنکر ٢٣ منډې وکړې.
د حېدراباد له لوري بيا راشد خان په ٤ اورونو کې يې ٢٣ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز راشد خان يو لوبغاړى رن اوټ هم کړ. له راشد خان پرته يوه ويکټه سدارت کول هم واخيسته.
د ياد هدف ترلاسه کولو حېدراباد میدان ته راووت او د ٣ ويکټو په تاوان ياد هدف یې پوره کړ او بريا يې خپله کړه.
حیدر آباد لخوا اليکس هيلز ٤٥، شکير دون ٣٣، کين ويليمسين ٣٢، يوسف پټان ٢٧ او منيش پانډى ٢١ منډې وکړې.
د ډيلي له خوا بيا دوه ويکټې اميت مشرا او يوه ويکټه ليام پلنکيټ واخيسته.
نتيجه دا شوه چې حېدراباد په ٧ ويکټو بريا ترلاسه کړه، چې ١ توپ هم پاتې و، د نننۍ بريا سره د سنرايزرز حېدراباد لوبډله بيا د آى پي ايل جدول سر ته لاړه، چې په ٩ لوبو کې يې په ٧ لوبو کې بريا ترلاسه کړې ده.
د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بيا افغان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان ته ورکړل شوه، چې نن يې تر ټولو ښه توپ اچوونه کړې وه او حېدراباد لوبډله يې بريا ته ورسوله.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments