د هند او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه کې ۲ پاکستاني پوځيان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ پاکستان: د راپورونو له مخې پرون چهارشنبه ناوخته هندي او پاکستاني پوځيانو پر يوه او بل ډزې کړي چې په ترڅ کې يې پاکستاني پوځيانو ته مرګ درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي، دا نښته چې ۲ پاکستاني پوځيان په کې وژل شوي د خيوټار سکټور په سيمه کې له هند سره پر پوله رامنځته شوې ده.
د پاکستان پوځ هم له هندي ځواکونو سره نښته او د ۲ پوځيانو وژل کېدل تائيدي کړي او تور يې پورې کړی چې هندي پوځيانو په پوله کې له اوربند سرغړونه کړې ده.
هندي او پاکستاني پوځيان په پوله کې وخت ناوخت پر يوه او بل ډزې کوي، خو د دې ډزو په ترڅ کې تر ډېره پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.
د دې دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې مشکل وروسته تر هغې زيات شول شو چې د هند تر کنټرول لاندې کشمېر پلوامه سيمه کې پر هندي سرتېر د چاودنې له کبله تر ۴۰ تنو سرتېري ووژل شول.
دادان وزیري

Comments