هندوکش – کابل: د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولین چې هندوستان ته د لوبو د مهالویش لپاره تللي و، د هند د کرکټ بورډ له مسوولینو سره یې پریکړه کړې چې د هند او افغانستان لوبې به د راتلونکي جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پيل او په ۱۸مه به پای ته ورسیږي.
د افغانستان به دا له هند سره لومړۍ ټیسټ لوبه وي چې څلور ورځې به دوام وکړي.
وروسته له هغې چې افغانستان د ټیسټ لوبو نړیوال غړیتوب ترلاسه کړ، دا یې لومړۍ لوبه ده چې له هند سره یې کوي او په روان کال کې به له نورو هېوادونو سره هم لوبې وکړی.
د لوبو د نېټې اعلان د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډ مشرانو وکړ او ټاکل شوې چې دواړه لوري د کرکټ په پراختیا هم خبرې وکړی.
آرش احساس
د هند او افغانستان د لوبو نېټه اعلان شوه

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.