د هندي فلمونو داسې اداکاره چې خپل فلمونه يې نه دي لیدلي

comments 0

د هالیوډ مشهوره اداکاره انجلینا جولي اوسمهال د شپږ اولادونو مور هم ده د دې په هکله حقیقت دا دی چې خپل فلمونه يې پوره نه دي لیدلي څه هم دې په ټولو کې خورا زحمت ایستلی.
کیسه څه ده؟
کله چې فلم روښانه سي نو جولي يې تر نیمايي ګوري او ورته ویده کیږي له همدې امله هغې خپل فلمونه تراوسه هم پوره نه دي لیدلي جولي وايي براډ د دې خاوند هر وخت پر دې خاندي ځکه چې کله فلم روښانه کړو نو تر پنځه دقیقې کم وخت کې ورته ویده کیږم زه واقعا ویرونکې یم او خپل فلمونه مې هیڅ کله نه دي لیدلي.
جولۍ یوازي د خپل خاوند براډ فلمونه ګوري او د هغه د ( بزدله رابرټ فورډلخوا د جیسي جیمز وژنه) په نوم فلم خورا خوند ورکوي ځکه براډ په هغه کې په زړه پوري اداکاري کړې.
جولي وویل له کومې ورځې يې براډ سره پيژندلي د هغه د فلمونو د پيل پروګرام او ټولو برخو کې ورسره ګډون کوي خو د جیسي جمیز، فلم ورته له ټولو غوره دی ځکه دا پوهیږي چې هغه د دې فلم لپاره څومره زحمت کښلی
ستا سو په ورځني ژوند کې هم ښايي داسې میرمنې او کسان ووینئ چې کله فلم یاهم ټلویزیون ورته روښانه سي نو سمدلاسه خوب ورځي همدارنګه د هالیوډ غوره اداکاره انجلینا جولي هم په دې ناروغي اخته سوې هغه له دې ناروغي څخه ویره لري او دا ارمان لري چې کاشکې يې دا عادت نه درلودلی کله چې موږ او تاسو کومه ډایلوکي صحنه او یاهم ویډیو وکړو نو بیا وروسته یې د ښې پایلې په موخه څو ځلې ګورو او خوند راکوي نو حتمي کوم څوک چې په یوم فلم کې خورا زیار باسي میاشتي میاشتي پرې تیروي نو بیا چې يې کله د کتلو پر مهال خوب درځي خورا زورونکی دی.

Comments