د هلمند ۴ ولسوالیو کې عملیات شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: له هلمند څخه راپورونه وایي چې په څلور ولسوالیو کې د روانو عملیاتو په مهال ۱۰ طالبان وژل شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وایې، عملیات په نهرسراج، سنګین، موسی قلعه او مارجې ولسوالیو کې شوي دي.
د دې عملیاتو پر مهال ځینو سیمو کې افغان ځواکونو له طالبانو نښتې کړي چې ځینې طالبان پکې ټپيان شوي هم دي خو شمېره یې نه ده مالومه.
د پوځ مسوولین وایي، عملیات په ټولو هغو سیمو کې روان دي چې د طالبانو فعالیت پکې شته.
په دې عملیاتو کې له طالبانو ځينې تجهیزات هم ترلاسه شوي او طالبان شاتګ او تيښتې ته اړ شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments