د هلمند ګرشک ولسوالي له وسلوالو طالبانو تصفیه شوه

comments 0

هندوکش ـ هلمند: دفاع وزارت وايي، د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسلوالو طالبانو تصفیه او په بشپړ ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې ده.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان په یوه ټویټ کې ویلي، په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وسلوالو ته درنه مرګ­‌ژوبله اوښتې ده.
تر دې مخکې دفاع وزارت په دوو جلا جلا اعلامیو وویل، چې په دې ولسوالۍ کې د ۲۷ وسلوال طالبان ووژل شول او ۳۵ نورو یې د ټپيان شول.
وسلوالو طالبانو هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.
عبدالله اڅکزی

Comments