د هلمند پېښې لپاره پلاوی ټاکل شوی

comments 0

هندوکش – هلمند: ملي امنیت شورا د هلمند د هغې پېښې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکلی چې افغان پولیس هوایي برید کې وژل شوي او ټپيان دي.
د ملي امنیت شورا دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې لومړني مالومات ښيي چې پېښه د نه همغږي له کبله رامنځ ته شوې.
د جمعې په شپه له طالبانو سره د نښتې پرمهال بهرنیو ځواکونو هوایي برید کړی چې افغان سرتېري پکې په نښه شوي دي.
لومړني موندنې ښيي چې برید د ناسمې همغږي له امله شوی دی.
دا پېښه غبرګونونه لري، خو چارواکي کار کوي چې لامل یې مالوم او د بیا مخنیوي لپاره یې کار وکړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments