د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور سرتیري شهیدان شوي دي

comments 0

هلمند کې د وسله والو طالبانو موټربم برید افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي تېره شپه شاوخوا اته بجې د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر افغان ځواکونو موټربم برید شوی دی.
هغه وايي په دې بريد کې څلور سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. ځینو نورو سرچینو بیا رسنیو ته ویلي چې د ټپیانو شمېر شپږ کسه دی.
ځواک وايي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى او ټپي سرتيري روغتون ته ليږدول شوي دي.

Comments