د هلمند پرلتوالو د نه خوړلو اعتصاب کړی دی

comments 0

لښکرګاه: په هلمند کې د طالبانو د وحشتونو پر ضد را پورته شویو ولسونو او د سولې غوښتونکو ځوانانو د پرلت تر څنګ د نه خوړلو تحصن هم کړی دیږ

پرلت کونکي چې تيره پنجشنبه موسی کلا ته تلی وو وايي تر هغه چې طالبان اوربند ونکړي دوی به خپل تحصن جاري وساتي.

ويل کيږي د ډيرو ځوانانو روغتيايي وضعيت د نه خوراک له امله خراب شوی دی.

بلخوا په څنګزته خيمه کې ميرمنو هم د خويندو او ميندو به توګه طالب ته پلو غوړلی دی.

طالبانو تر دې دمه د دوی غوښتنو ته هيڅ ډول مثبت ځواب نه دی ورکړی بلکه برعکس يي ولس يو ډول د خپلو شومو موخو لپاره وسيله کړی دی.

بلخوا د تيرې اونۍ په وروستیو کې د هلمند ځايي مسولین هم د پرلت خيمې ته تلي دي او له دوی يي د ملاتړ تر څنګ ويلي دي چې د دوی پريکړې او هڅې به ومني.

د هلمند ځايي مسولین وايي چې دوی د هلمند د ولسونو هره پريکړه او خبره مني.

د هلمند پرلت کونکي له طالبانو غواړي چې نور دې خپل کور او کلی نه ورانوي او را دې شي سوله دې وکړي.

ورته پرلت په پښتون میشتو قبايلي سیمو او کابل هم روان دی او موخه يي له افراطيته د افغان ولس ژغورل دي.

لښکرګاه

Comments