د هلمند ولسونه: په کورناستي سياستوال دې د جوړ نظام د ړنګولو خوبونه نه ويني

comments 0

هندوکش ـ لښکرګاه: د هلمند سلګونه قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او ښځو د يوې لوی غونډې په ترڅ کې د هيواد پر کورناستو سياستوالو او د دوی پر وروستیو مخربانه خبرو سختې نيوکې وکړې.

سرپرست والي حاجي بسم الله روحاني غونډې ته وويل: «حکومت د ولسونو غوښتنو ته ځواب وايي خو د افرادو او اشخاصو د ګټو مخالفت کوي. دده په وينا ولسونه دي هم د خپل نظام ملاتړ وکړي څو د شخصي ګټو ښکار نشي.»
د ځوانانو د پارلمان مشر آغامحمد قریشي وويل: « خلکو ددې حکومت په جوړيدو قربانۍ ورکړي او اوس يې ټول ولسونه ننګه کوي، خو ځيني هغه اشخاص او افراد هم د نظام په ضد د لويي جرګې د جوړيدو غوښتنه کوي چې د هويت په تذکرو کې يې د اسلاميت او افغانيت کليمې نه منلې، نو خلک يې هم اوس نه غواړي.»

قريشي زياته کړه، هغه څوک چې د نظام مخالفت کوي، په حقيقت کې د ولسونو او هيواد د پرمختګ غوښتوونکي نه دي او يواځې ورته خپلې شخصي ګټې مهمې دي.

نوموړي ګواښ وکړ، که په فساد او مافيا کې ښکېل کسان له خپل دې ډول هلو ځلو تېر نه شي، نو ولسونه به يې پر وړاندې تر دې هم تُند غبرونونه وښيي.

د اجرايه ریاست سلاکار حبيب الله سلطاني وويل موږ ددې حکومت له برکته ډيرې لاس ته راوړني لرو، سياسي پرمختګ، نړيوالي اړيکي، اقتصاد، لويي پروژي او ديته ورته نور پرمختګونه دي چې اوس يې ولسونه هيله مند کړي دي.

هغه زياته کړه:« د لويي جرګي جوړيدل د خلکو حق دی، خو اوس يې وخت ندی، جرګه هغه اشخاص غواړي چې له واک څخه لرې شوي دي او جيبونه يې خالي شوي دي.»

غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ښځو په استازيتوب د پوهنتون استادې فوزيې علومي او مدني فعالې شګوفې نورزۍ خبرې وکړې.

میرمن نورزۍ وويل::« د ولسونو پوهاوی ښه شوی د قوم او تنظيم په نوم يې د ګوتو په شمير خلک نه شي تير ايستلی او نه يې نور ملاتړ کوي.»

هغوئ زياته کړه، خلک يوازي په دي عقيده دي چې دا حکومت دي خپل وخت پوره کړي او راتلوونکي کي تر ټاکنو پرته بل کار نلري، چې نوي مشران وټاکي.

د عبدالخالق خان په نوم يو تن قومي مشر وويل: « لوی جرګه هغه خلک غواړي چې کابل او بهرنيو هيوادونو کې لوړپوړي ودانۍ يې د ولسونو په وينو او معاملو جوړ کړي خو له اوسني حکومت سره دا اراده شته چې د فساد او ظلم مخه ونيسي. نوموړي غوښتنه وکړه، چې د مخالفت په ځای دي ددولت په ضد وسله والو سره د سولي په پروسي کار وشي او د نيمګړتياوو د اصلاح لپاره دي په ګډه کار لاسونه ورکول شي.»

ياده دې وي چې په کندهار کې په وروستیو کې په مالي او اداري فساد کې ښکيل کې ځينې کور ناستي پخواني چارواکي، د ملي شورا يو شمېر غړي اوځينې کړۍ غواړي د خلکو د  پارولو په لړ کې اوبو خړې کړي او ماهيان پکې ونيسي.

عبدالله اڅکزی

Comments

Leave a Reply