د هلمند ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – هلمند: د افغان امنیتي او دفاعی ځواکونو په چانیزو عملیاتو کې ۴۳ تنه هغه وسله وال طالبان وژل شوي دي دولت سره په جګړه کې بوخت ول.
یاد عملیات د هلمند ولایت په ګرمسیر، نادعلي او نهر سراج ولسوالیو کې ترسره شوي ول چې د نادعلي ولسوالۍ لوې باغ سيمه کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې شپږ طالب قوماندانان هم وژل شوي دي.
د رارسیدلې راپورونو پر بنسټ د نهرسراج ولسوالۍ د (باغرانيانو کلي) سيمه کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو پر يوې کارخانې هم افغان امنیتي ځواکونو برید کړې چې له مخې يې د ماينونو ۸ ماهرين وژل شوي دي او ياده کارخانه په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت هلمند کې چاڼیز عملیاتو په لاره اچولي چې له امله یې ګن شمیر طالب وسله وال وژل شوي دي.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply