د هلمند ولایت د سولې کاروان کندز ته رسیدلی

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د هلمند ولایت دسولې کاروان غړي کندز ولایت ته رسیدلی دي، هلته یې دیاد ولایت له اوسیدونکو سره یوځای د یوه سولیز لاریون په ترڅ کې دسولې او اوربند غوښته وکړه.
یاد ولسي کاروان تراوسه ۲۲ ولایتونو، ۹۲ ولسوالیو او ۸۵۰کلیو ته سفرونه کړي او دسولې او اوبند غوښتنه کړې ده.
دوي زیاتوي،دجګړې ښکیلې غاړې دې نور جګړه بس کړي اوسولې ته دې غاړه کیږدي.
عبدالله اڅکزی

Comments