هندوکش – هلمند: وروسته له هغې چې د طالبانو مشر ملا هیبة الله پریکړه وکړه چې طالبان دې له داعش سره یو ځای ګډ هدف پر مخ یوسي، د هلمند لپاره د طالبانو والي ملا منان استعفا وکړه.
یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي چې ملا منان له هلمند کډه کړې او ممکن په ترکیه کې سیاسي پنا واخلي.
د طالبانو په منځ کې په دې وروستیو کې جنجالونه زیات شوي او ځينې سیاسي مشران چې پاکستان کې په تنګ شوي او له جګړې ستړي دي، په نورو هېوادونو کې د پنا غوښتنې کړي.
ننگیالی کوهنورد
د هلمند لپاره د طالبانو والي استعفا وکړه

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.