د هلمند د کجکې بند پر دوهم فاز د پانګونې په خاطر په امریکا کې د افغان سفير هڅې

comments 0

0 Views

هندوکش ـ واشنګټن: په واشنګټڼ کې د افغانستان سفير حمدالله محب  له امریکايي شرکت څخه غوښتنه کړې چې د  هلمند د کجکې بند پر دوهم فاز دې پآنګونه وکړي.

د حمدالله محب ددې ناستې په تړاو هندوکش ته په واشنګټڼ کې د افغانستان د سفارت له لوري په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دی:« په امریکا متحدو ایالتونو کې افغان سفیر ډاکټر حمدالله محب د سپټمبر په ۱۵ نټه د (OPIC) شرکت له چارواکو وغوښتل چې د هلمند ولایت د کجکې بند په دویم فاز کې پانګونه وکړي. نوموړي د (Overseas Private Investment Corporation ) شرکت له رئیسې ماریا ګراونچي ، د پانګونو او بیمې برخې مرستیالې ټریسې وب، عامل مدیر ستیفن سمت او ددې شرکت د حقوقي چارو سلاکار سره په لیدنه کې وویل افغان حکومت چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي. .»

د خبر پر بنسټ افغان سفیر ښاغلي محب، راغلي پلاوي ته په افغانستان کې د انرژۍ، لمريزي بریښنا، د اوبو بندونو، تیلو او کانونو په شان مهمو برخو کې د شته ظرفیت او پلانونو په اړه مالومات ورکړل.

نوموړي زیاته کړه افغان حکومت جدي هڅه کوي چې په دولتي او خصوصي سکټور کې د سمونو په راوستو سره نړیوال پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

ښاغلي محب همدارنګه راغلي پلاوي ته د افغانستان د مالي او اقتصادي حالت په اړه مالومات ورکړل او له افغانستان څخه یې د یاد شرکت د ملاتړ مننه وکړه.

د هلمند ولایت د کجکې بند په دویم فاز کې په پانګونې سره چې د بریښنا د تولید او خړوبونې په برخو کې د افغان دولت په لومړیتوب کې ځای لري کیدای شي سل میګاواټه بریښنا تولید شي. د یاد بند د دویم فاز له جوړیدو به شاوخوا څلویښت زره کسان، درې زره واړه تجارتونه او دوه سوه لوی تجارتونه ګټه پورته کړي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply